د سوریې په ادلیب ښار کې د شوي هوایي برید له امله ۱۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې دا برید په ادلیب کې د کډوالو پر یو کمپ شوی دی. په لندن کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، په دې برید کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي او دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون دېرش ملکي وګړي ټپیان دي. دغه سازمان ادعا کړې ده چې برید د روسیې جیټ الوتکو کړی دی خو روسي چارواکو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.





































