هند او پاکستان په کشمیر کې تازه نښتې کړې دي. د راپورونو له مخې تازه تېره شپه د هندي او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې ده خو د تلفاتو په اړه یې تر دې دمه دقیق معلومات نشته دي. تر اوسه نه ده څرګنده چې کوم لوري لومړی ډزې کړې دي خو نښتې څو ساعته دوام کړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند ددې پېښې په اړه ویلي چې دوی هر ډول جګړې ته تیار دي او که هندي ځواکونه پر دوی برید وکړي نو ځواب یې ورکولی شي. بل پلو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امنیت شورا هغه پرېکړه ستایلې چې له مخې به یې د کشمیر پر مسئله خبرې کېږي. په دې وروستیو کې د کشمیر په اړه د پاکستان او هند ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. هند د کشمیر ځانګړی وضعیت ختم کړی دی او وایي په دغه سیمه کې د پرمختګ او عدالت لپاره ځانګړي اقدامات په پام کې لري.





































