د اوکراین په تفریحي ښار، ادېسه کې په یوه هوټل کې د اور لګېدو له امله نهه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي اور د توکیو ستار په نوم هوټل کې لګېدلی و. پولیسو ویلي چې له دې هوټله سل تنه د اور وژنې د کارکوونکو د هڅو په پایله کې ژغورل شوي دي. امنیتي سرچینې وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او غواړي د اورلګېدنې لامل پيدا کړي.





































