چهارشنبه, اگست 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ستره محکمه: په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۶ زرو ډیرو بندیانو ته بښنه شوې ده

    په خوست او سمنګانو کې د پانګونې طرحو ارزونه شوې ده

    ګلودن: د افغان مجرمانو د بېرته ستنولو لپاره باید ا.ا سره خبرې وشي

    بګرامي او چهاراسیاب د کابل ښار په ناحیو کې شاملېږي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ستره محکمه: په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۶ زرو ډیرو بندیانو ته بښنه شوې ده

    په خوست او سمنګانو کې د پانګونې طرحو ارزونه شوې ده

    ګلودن: د افغان مجرمانو د بېرته ستنولو لپاره باید ا.ا سره خبرې وشي

    بګرامي او چهاراسیاب د کابل ښار په ناحیو کې شاملېږي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د کاروبار انګېزه

اگست 18, 2018
in لیکنې
0 0

د یوه بریالي او ګټور کاروبار د رامنځته کولو لپاره د کاروباري انګېزې شتون ډېر اړین دی. د ټولو کاروباریانو او نوښتګرو کیسه له دې جملې څخه پیلېږي (زه کاروباري انګېزه لرم).
کاروباري انګېزه او نوښت د مفهوم او مانا له مخې تر ټولو نږدې او ټینګې اړیکې لري. دا چې تر اوسه کوم فیلسوف د نوښت په هکله جامع او سټنډرډ تعریف نه دی وړاندې کړی، شاید ونه شو کولی کاروباري انګېزه هم په دقیقه توګه تعریف کړو، خو د یوه ساده تعریف له مخې کولای شو ووایو چې: «کاروباري انګېزه Business Idea) ) هغه مفهوم دی چې کولای شي مالي ګټې رامنځته کړي». په حقیقت کې کاروباري انګېزه هغه توکي (Goods) او چوپړتیاوې (Services) وړاندې کوي چې خلک یې د رامنځته کولو لپاره پانګونه وکړي. کاروباري انګېزه هغه لامل او دلیل دی چې تاسې د یوه فعالیت ترسره کولو ته اړ کوي او د کاروبار موخه چې ګټه ده، د هغې د لاسته راوړلو لپاره مو په حرکت راولي. یوه کاروباري انګېزه باید د لاندنیو ځانګړنو درلودونکې وي:
۱- د ستونزو د حل یا له منځه وړلو لپاره وي
هره کاروباري انګېزه چې د یوې ستونزې د حل یا له منځه وړلو لپاره جوړه شوې وي معمولآً تر نورو کاروباري انګېزو ډېره غښتلې او ځواکمنه وي. غوره به وي چې د کاروباري انګېزې د لټون په موخه لومړی په ټولنه او شاوخوا کې ستونزې په ګوته او وروسته د نورو ستونزو لپاره د حل مناسبې لارې چارې ولټوو.‎ همدغو د حللارو ته کاروباري انګېزه ویلی شو. د یوه چينایي متل له مخې چې وایي (ستا ستونزې زما بزنېس دی) هر څومره چې په یوه ټولنه کې ستونزي ډېرې وي، هومره به د کاروبار لپاره فرصتونه او کاروباري انګېزې زیاتې وي. هره ستونزه یوه کاروباري انګېزه ده. هغه څه چې اړین دي یوازې او یوازې پرې غور کول او ورته د مناسبې حللارې پیدا کول دي.
۲- نوښت لرونکې او نوې وي
یوه ښه او بریالۍ کاروباري انګېزه باید نوې او نوښت لرونکې وي، ځکه چې نوښت او بېلوالی د هر کاروبار اړین توکي دي. هغه کاروبارونه چې په بازار او ټولنه کې د شته کاروبارونو څخه بېل او د نوښت لرونکی وي، تل د نورو کاروبارونو څخه په توپیر ډېر بریالي او د پرمختګ لرونکي وي. غوره نوښت هغه دی چې وکولای شي د زیاتو پېرودونکو پام ځان ته واړوي او د پېرودونکو د ګټو تر څنګ د ټیټي بیې، کم مصرف او لوړ کیفیت درلودونکې وي.
۳- د اوږد مهاله ودې، پایښت او ګټې وړتیا ولري
یوه کاروباري انګېزه په حقیقت کې د یو کاروبار پیل دی. که غواړی او په دې فکر کې یاست چې کاروبار مو د اوږدمهال لپاره وي، نو اړ یاست دا خصوصیت مو په کاروباري انګېزه کې ولټوی. وګورئ چې کومه کاروباري انګېزه چې ستاسو سره ده د کومې ستونزې د حل لپاره ده او کوم خدمات یا محصولات چې ستاسو د کاروباري انګېزې په پایله کې منځته راځي د څومره مودې لپاره ورته اړتیا لیدل کېږي.
د کاروبارې انګېزې وده او پالنه
یوه کاروباري انګېزه په پایله کې یوې پانګونې ته ورته کېږي او یا هم شاید خپله د انګېزې څښتن پرې پانګونه پیل کړي. نو په همدې اساس د خپلې انګېزې په وده او پالنه کې هغه ټکي چې اړین دي او ستاسو د انګېزې ژوند تضمینوي، باید په پوره ډول سره په پام کې ونیول شي. په حقیقت کې دا ټکي هغه څه دي چې یوه کاروباري انګېزه کولای شي په لومړیو وختونو کې ورته پوښتنو ته ځواب ورکړي. دغه ټکي په دریو جلا برخو کې روښانه کوو:
۱- پېرودونکی
د یوه بریالي کاروبار کلي د پېرودونکو په خوښۍ کې ده. پېرودونکي د هغو توکو او چوپړتیاوو لپاره مصرف کوي چې وکولای شي د دوی ستونزې او اړتیاوې پوره او یا هم په چارو کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي. تاسو باید معلومه کړی چې ستاسې کاروباري انګېزه کوم ډول اسانتیاوې د پېرودونکو لپاره وړاندې کوي.
د انګېزې په ټاکلو کې د پېرودونکو پېژندل او د هغوی ټاکنه خورا اړینه ده. دا ځکه چې له موږ سره مرسته کوي څو وکولای شو د خپلو توکو او چوپړتیاوو د مصرف او بیې اندازه وټاکو. د پېرودونکو په ټاکلو او پېژندګلوۍ کې باید لاندې پوښتنې ځواب کړی.
۱. زما د تولید او چوپړتیاوو لپاره د کومې اقتصادي کچې پېرودونکي شتون لري؟
۲. نوموړي پېرودونکي به تر کومې کچې متعهد پاتې شي؟
۳. خپل توکي او چوپړتیاوې به په چا باندې وپلورو؟
۴. کوم توکي او چوپړتیاوې به مو پېرودونکي قانع کړي؟
۲- بازار
یوه کاروباري انګېزه هغه وخت مالي ارزښت پیدا کوي چې وکولای شي په بازار کې د پلي کېدو وړتیا ولري. د یوې بریالۍ کاروباري انګېزې بله نښه دا ده چې په بازار کې د دې انګېزې محصول یا خدمات په کومه سلنه خپلې موخې ترلاسه کولای شي؟ او څرنګه کولای شي خپل ځان له سیالانو څخه بېل کړي؟ د کاروباري بریا د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې خپل بازار وټاکی او تر ټولو اړینه دا چې په کومه کچه بازار او پېرودونکو ته د ځواب ورکولو او اړتیا پوره کولو تیاري لری.
۳- د ګټې اخیستنې او عایداتو میکانېزم
یو کاروبار باید وکولای شي د اوږدې مودې لپاره ګټور وي. په پایله کې د یوې بریالۍ کاروباري انګېزې بله نښه دا ده چې معلومه شي چې د ګټې او عاید کچه یې څومره ده. تر ټولو اړینه پوښتنه دا ده چې دغه انګېزه څنګه او په څه ډول سره کولای شي ستاسو لپاره پیسي راوړي؟
په پایله کې که غواړی د خپل ژوند ډول ته بدلون ورکړی او د یو بریالي کاروبار خوبونه وینی، نو اړ یاست له همدې شېبې یې پیل کړی، ستونزې په ګوته کړی او ورته د مناسبې حل لارې په لټه کې شی، کاروباري انګېزه وټاکئ او د پلي کولو لپاره یې پلان جوړونه وکړی. هېڅکله ماتې مه منئ او په پلي کولو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړئ.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ستره محکمه: په تېرو پنځو کلونو کې له ۱۶ زرو ډیرو بندیانو ته بښنه شوې ده

اگست 26, 2026

په خوست او سمنګانو کې د پانګونې طرحو ارزونه شوې ده

اگست 26, 2026

ايران: د هرمز تنګي له لارې د بېړيو د تېرېدو په اړه تفاهم ته رسېدلی

اگست 26, 2026

رامافوسا: بهرني ځواکونه د جنوبي افریقا د تاوتریخوالي په پارولو کې لاس لري

اگست 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In