د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي ددوی پلان بریالی و ایران یې په اقتصادي توګه کمزوری کړی دی. دده په وینا له دغه هېواد سره سوداګري راکمه شوې ده، ددوی د تېلو صادرات خورا راکم دي، اقتصادي پړسوب اوج ته رسېدلی دی او دغه هېواد اړ دی چې له خپلو اټومي پلانونو لاس په سر شي. ټرمپ دا هم ویلي، چې ایران له امریکا سره خبرو او مذاکراتو ته لیواله دی خو نه پوهېږي چې کومه لار د مذاکراتو لپاره غوره کړي. ټرمپ د ایران پر وړاندې د لا سختو او جدي اقداماتو خبرداری ورکړی دی او ټینګار کوي چې ددغه هېواد اټومي او ترهګریزو کړنو ته به اجازه ور نه کړي.





































