د ډیورنډ فرضې کرښې پورې غاړې خیبر پښتونخوا کې چاودنې ۶ کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي. د ځایي چارواکو په خبره پر یو مسافر وړونکي بس موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده. په پېښه کې درې پاکستاني پولیس هم ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې وژل شوي او ټپیان ټول د طالبانو ضد سولې خوځښت غړي وو. د تحریک طالبان پاکستان په نامه وسله والې ډلې د دې برید پړه منلې ده.





































