د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د یوه فرمان له مخې د جنرال قمر جاوید باجوه کاري موده درې کاله نوره هم غځولې ده. عمران خان ویلي چې په سیمه او پاکستان کې روان وضعیت ته په کتو یې دغه پرېکړه کړې ده. جنرال باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د جنرال راحیل شریف پر ځای د پاکستان د پوځ لوی درستیز وټاکل شو. باجوه هند ضد څېره ګڼل کېږي او په دې حساسو شرایطو کې یې پاکستانی پوځ د کاري مودې تمدید ګټور بولي. په دې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او د جنرال باجوه ویاندویانو په ځلونو له هند سره جګړې ته تیاری هم ښودلی دی.





































