د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له خپلو دوو ملګرو نریندا مودي او عمران خان سره یې خبرې کړې دي. دده په وینا له دواړو سره یې په تلیفوني خبرو کې سپارښتنه کړې چې د کشمیر د مسئلې پر سر دې ناندرۍ راکمې کړي. د ټرمپ په وینا دواړه هېوادونه په سیمه کې ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري نو د کشمیر د مسئلې پر سر راپورته شوې وروستۍ ناندرۍ به دغه اړیکې خورا زیانمنې کړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي چې ټرمپ ورسره د کشمیر د مسئلې پر سر خبرې کړې او کشمکشونو د کمولو سپارښتنه یې کړې ده. عمران خان وایي دوی د خپل هېواد دفاع ته تیار دي. په دې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر مسئله ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. دواړو لورو پر یو بل د بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.





































