امریکا وایي، له روسیې سره د آی اېم اېف تړون تر لغوه کېدو وروسته یې په لومړي ځل له ځمکې ځمکه ویشتونکی کروز توغندی ازمویلی دی. آی اېم اېف یا د منځني واټن اټومي وسلې د کنټرول تړون په ۱۹۸۷ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و، خو د روانې میاشتې په لومړیو کې فسخه شو. د امریکا دفاع وزارت تر دې پېښې وروسته یو کروز توغندی د کلیفورنیا په سن نیکولسن ټاپو کې وازمایه. دغه وزارت وایي، توغندي په څه باندې ۵۰۰ کیلومتره واټن کې خپل هدف وویشته. دا مسئله ښايي د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.





































