د هند د طبیعي سرچینو او اوبو مسوولینو ویلي دوی پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې پاکستان ته د څو سیندونو تلونکې اضافي اوبه مهار کړي. ددوی په خبره د معلوماتو له مخې زرګونه متره مکعبه اوبه پاکستان ته روانې دي چې باید مهار کړل شي او په هند کې د ننه ګټه ترې پورته کړل شي. هندي حکومت ویلي له دې اوبو به په کور د ننه په صنعت، بزګرۍ او د برېښنا په تولید کې کار اخیستل کېږي. د پاکستان ۸۰ سلنه زراعتي ځمکې اوس په هغو اوبو خړوبېږي چې له هند ور روانې دي. هند د نړیوال بانک په منځګړیتوب د سند سیند ډېره برخه اوبه پاکستان ته ورکړې دي، چې ددغه پلان له مخې به په دې اوبو کې هم کموالی راوستل شي.





































