د راپورونو له مخې د امریکا ددفاع وزیر په خپله یوه مرکه کې ویلي، چې امریکا به په راتلونکو دوو کلونو کې تر غږ چټکې او پیاوړې وسلې ولري. مارک سپېر ټینګار کړی چې پنټاګون د وسلو د پراختیا او نوښت په برخه کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي دي او په ډېرو برخو کې یې پرمختګونه هم کړي. دده په خبره دوی ځینې توغندي هم ازمویلي دي او ددفاعي برخې د پياوړتیا لپاره کار روان دی. د امریکا ددفاع وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پنټاګون څو ورځې وړاندې دوه نوي توغندي و ازمویل. ددغه توغندیو ازمویلو د روسیې غبرګون هم له ځان سره درلود.





































