د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وايي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر کړکېچ باید دواړه لوري په خپل منځ کې حل کړي. مکرون دا څرګندونې تېره ورځ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي. نوموړي ویلي، چې فرانسه د داسې یوې تګلارې ملاتړ کوي چې وضعیت ثبات او له ترهګرۍ څخه لرې وساتي. په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې د کشمیر موضوع په تړاو د نورو هېوادونو له لوري د منځګړیتوب وړاندیزونه شوي دي او کوښښونه هم کېږي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، که هند د نورو منځګړیتوب ومني نو پرمختګ کېدای شي او که هند یې نه مني، نو د منځګړیتوب هېڅ یوه هڅه کې پرمختګ نه شي کېدای.





































