ټاكل شوې راتلونكې ميلادي مياشت په انقرې ښار كې د سوريې د بحران د پاى ته رسولو لپاره يوې سياسي حل لارې ته د لاسرسي په هدف د تركيې، روسيې او ايران د مشرانو پنځمه درې اړخيزه غونډه جوړه شي. د تركيې د ولسمشر وياند ابراهيم كالين وايي، دا غونډه د سپټمبر مياشتې په ۱۶مه نېټه جوړېږي. په همدې حال كې هغه پر ادليب ولايت د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د طرفدارو دولتي ځواكونو پر بريدونو په نيوكې سره وويل، په پام كې د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په راتلونكو ورځو كې له ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين سره په دې اړه ټيليفوني خبرې وكړي. د تركيې، روسيې او ايران رهبران تراوسه په څلورو درې اړخيزو غونډو كې په سوريه كې د سياسي ثبات پر برقرارۍ او خپلو سيمو ته د دغه هېواد د بې ځايه شوو خلكو پر بېرته ستنېدو غږېدلي دي.





































