د هند په اترا پرادیش ایالت کې د یو اورګاډي د اوښتو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د راپورنو له مخې یاده پېښه نن سهار رامنځته شوې ده. د هند د پولیسو په خبره د نیوفارکا اکسپریس په نوم د اورګاډي پنځه کابینه د سمیې په وخت د سهار شپږ بجې له خپل مسیره اوښتي دي. پولیس وایي چې یاد اورګاډی د یاد ایالت مرکز لکنهو ته روان وو. د دغه هېواد د دولتي ادارو په خبره له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسي په ورته پیښو کې شاوخوا ۲۵ زره کسان وژل شوي دي.



































