د غیر قانوني پیسو د تطهیر او د ترهگرو د مالي تمویل د منابعو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ټولنه به د اکتوبر میاشتې تر غونډې دمخه د ترهگرو سازمانونو د مالي تمویل پر وړاندې د پاکستان مبارزه وڅاري. د پیسو د تطهیر پر وړاندې د مبارزې د اسیا پسفېک ډلې په استرالیا کې په خپلې تازه غونډې کې د هغو هېوادونو په اړه راپورونه څېړلي، چې د ترهگرو د مالي تمویل په اړوند په خړ لست کې شامل شوي دي. پاکستان او څو نور هېوادونه د پیسو تطهیر او د ترهگرو د مالي منابعو د تمویل د نه کنټرولولو په خاطر په دغه لېست کې شامل شوي دي. ټاکل شوې چې دغه ډله به په دې هکله خپله وروستۍ پرېکړه د روان کال د اکتوبر په میاشت کې وکړي او خپل راپور به خپور کړي. د څار دغې نړیوالې ټولنې پاکستان ته د اکتوبر تر میاشتې وخت ورکړی و چې د ترهگرو د مالي تمویل پر وړاندې د مبارزې چارې پیاوړې کړي او که نه نو د سختو اقداماتو سره به مخ شي.





































