نن به په فرانسه کې د جي اووه یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه پیل شي. دا دوه ورځنۍ غونډه ښایي د ایران د اټومي پروګرام او له دې ډلې سره د روسیې د احتمالي یوځای کېدو له امله پېچلو بحثونو ته لار پرانیزي. په دې غونډه کې چې کوربه به یې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وي، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بریتانیا نوی صدراعظم بوریس جانسن هم ګډون کوي. ډونالد ټرمپ له واشنګټن د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، دی تمه لري چې د جي اووه ډلې له غړو سره به یې خبرې ډېرې ګټورې وي. په دې غونډه کې به د جي اووه پر غړو جرمني، کاناډا، ایټالیا، او جاپان سربېره د هند صدراعظم نریندرا مودي هم ګډون وکړي.





































