ټرمپ وایي تر دې دمه له ایراني چارواکو سره د کتنې لپاره ډېر وخت دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دومره ژر به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره و نه ګوري ځکه تر کتنې مخکې ډېر مسایل دي چې ایران یې باید حل کړي. جواد ظریف په فرانسه کې و او ټرمپ هم په دغه هېواد کې د جي اووه هېوادونو په غونډه کې حضور لري. د امریکا ولسمشر ویلي دی د ایران د ختمولو نیت نه لري بلکي غواړي یو پیاوړی ایران موجود وي چې هېچا ته زیان و نه رسوي. د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خپل هېواد ددفاع لپاره به هره ممکنه وسیله ازمويي.





































