د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، سره له دې چې کیم جونګ اون له تړون سرغړونه نه ده کړې خو بیا هم دی د شمالي کوریا په دې کار خوښ نه دی. هغه له کیم جونګ اون غوښتي چې د نړیوالو امنیتي قوانینو مراعات خپل مسوولیت وبولي. ټرمپ د جي اووه هېوادونو په غونډه کې دغه راز ویلي چې اوس له شمالي کوریا سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي خپلې اړیکې له دغه هېواد سره نورې هم پیاوړې کړي. د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اوس هم تګ راتګ شته دی او دواړه هېوادونه د اړیکو د ښه کېدو لپاره هڅه کوي.





































