د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، هند او پاکستان د کشمیر پر سر خپل کړکېچ پخپله هوارولی شي، خو که د ده منځګړیتوب ته اړتیا لري نو چمتو دی. ولسمشر ټرمپ پر دې موضوع د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره خبرې کړې دي. ټرمپ په دې لیدنه کې ویلي چې د منځګړیتوب لپاره چمتو دی، خو نرېندرا مودي یې په ځواب کې ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې نوې ډېلي له هندي کشمیر د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست او په دې سیمه کې یې اضافي امنیتي تدابیر ونیول.





































