ایران وایي ددوی په چلند کې هر ډول بدلون د امریکا له توبې پيلېږي. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي امریکا ددوی پر خلکو بندیزونه لګولي دي او پر ایران یې اقتصادي ترهګري پيل کړې ده. دده په خبره د ایران په چلند کې هر ډول بدلون د امریکا له توبې پیلېږي او امریکا ته په کار ده چې تر هر څه وړاندې بندیزونه لرې کړي او بیا له ایران سره خبرو ته کېني. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه د فرانسې د ولسمشر د هغه وړاندیز هر کلی کړی چې نوموړی باید له حسن روحاني سره وویني. حسن روحاني د ټرمپ د هرکلي په غبرګون کې ویلي، ایران به هېڅ وخت د امریکا بندیزونه هېر نه کړي او دومره په اسانه به له ټرمپ سره خبرو ته حاضر نه شي.





































