د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په مناسبو شرایطو کې به د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.
نوموړي د فرانسې په بیاریتڅ ښار کې د «جي- ۷» هېوادونو په سرمشریزه کې، روحاني یو عالي مذاکره کوونکی بللی دی. هغه دغه راز ویلي، فکر کوي چې ولسمشر روحاني هم غواړي چې له ده سره وګوري.
ټرمپ همدارنګه ټینګار کړی، ایران نه شي کولای چې اټومي وسلې او بالیسټیک توغندي ولري.
نوموړي زیاته کړې: «واقعاً باور لرم چې ایران یو عالي هېواد اوسېدای شي او له ایراني سیال سره د لیدو لپاره ډېر ښه چانس شته».
د ولسمشر ټرمپ په خبره، پر ایران د امریکا بندیزونو سخت اغېز کړی دی. ټرمپ زیاته کړې: «بندیزونه ایران ته سخت زیان رسوي. زه واقعاً نه غواړم دې داسې څه شاهد واوسم، واقعاً نه غواړم. هغوی ډېر ښه خلک دي. زه نه غواړم دا وضعیت ووینم، خو موږ نه شو کولای پرېږدو چې دوی اټومي وسله ولري، نو ځکه فکر کوم زموږ د لیدنې لپاره ښه چانس شته».
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر په ۲۰۱۸ ز کال کې د ایران له اټومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او پر تهران یې نوي بندیزونه ولګول، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې شوې دي.
هغه همدا راز زیاته کړې چې په څو اونیو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدنه رښتینې ښکاري.
نوموړي ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه له اټومي تړونه تر وتلو وروسته پر ایران د بندیزونو د لګولو لپاره غرامت نه ورکوي، خو زیاتوي چې ایران امتیاز تر لاسه کولای شي.
د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال دي چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ځینو ډیپلوماټیکو نوښتونو په ترڅ کې هیله ښودلې، چې وکولای شي په راتلونکو اونیو کې د ټرمپ او روحاني ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په مختصر او غیر منتظره توګه په «جي- ۷» سرمشریزه کې ګډون وکړ او موخه یې د تهران د اټومي پروګرام په اړه پر ډیپلوماټیک خنډ بحث و.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د ظریف دغه سفر او هم د امریکا د بندیزونو په نتیجه کې رامنځته شوي وضعیت ته په اشارې د دوشنبې په ورځ وویل، که وپوهېږي چې له یوه کس سره یې لیدنه نتیجه لرلی شي، نو دغه کار به وکړي، خو نوموړي په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنهيي تر دې وړاندې له امریکا سره هر ډول خبرې ممنوع اعلان کړې وې.





































