پاکستاني حکومت پر منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ فشارونه ډېر کړي دي. د راپورونو له مخې تازه د منظور پښتون پر ضد پاکستاني حکومت ته د خیانت په تور عریضې شوې دي. دمګړی د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړي په پاکستاني زندانونو کې په بېلو تورونو بندي دي. ددغه غورځنګ یوې غړې ثنا اعجاز ویلي چې تر دې دمه د منظور پښتون پر ضد پاکستاني حکومت دېرش قضیې راپورته کړې دي. د نوموړې په خبره ددې تر څنګ ددغه غورځنګ لسګونه فعال او مبارز غړي د پاکستان په بېلو زندانونو کې بندیان دي. بل پلو منظور پښتین ویلي چې د پاکستاني حکومت دغه ډول ظالمانه کړنې به یې د عدالت غوښتنې او حق غوښتنې غږ چوپ نه کړي. پښتون ژغورنې غورځنګ له دوو کلونو راهیسې د پښتنو د حقوقو لپاره مبارزه کوي. دغه غورځنګ د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او فعالینو له ملاتړه هم برخمن دی.





































