د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي دوی دې ته ارزښت ورکوي چې له نورې نړۍ سره په اړیکه کې وي او ددغه اړیکو د پراختیا په لټه کې دي. حسن روحاني دغه راز ټینګار کوي چې یوازې بهرنۍ اړیکې نه بلکې ایران باید په کور د ننه د خپلو ظرفیتونو پر لوړولو کار وکړي. دده په وینا ایران باید پخپله قوي شي او دغه قوت یې نړیوال موقف هم لوړولی شي. حسن روحاني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په بهرنیو سفرونو بوخت دی او د ایران لپاره ملاتړي پیدا کوي. هغه فرانسې ته تللی و، بیا چین ته لاړ او اوس په جاپان کې دی.





































