ملګرو ملتونو له هند او پاکستان غوښتي چې د کشمیر پر سر ناندرۍ راکمې کړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ملګري ملتونه د جمو او کشمیر وضعیت له نږدې څاري. دده په خبره په ځانګړې توګه به هم له هندي او پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي. انتونیو ګوتریش له پاکستاني او هندي چارواکو غوښتي چې په سیمه کې د ناندریو د کمولو لپاره په اړینو اقداماتو لاس پورې کړي او دلته دې د خلکو ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي. په دې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر د مسئلې پر سر ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي او دواړو لورو د بریدونو ګواښ هم کړی دی.





































