د اوكراين پارلمان اولېكسي هونچاروك د دغه هېواد د نوي او ځوان لومړي وزير په توګه وټاكه. نوموړی چې ۳۵ كلن دى، د اوكراين د تېرې جولاى مياشتې د ۲۱مې نېټې تر پارلماني ټاكنو وروسته د دې هېواد د نوي پارلمان په لومړۍ غونډه كې د باور رايه ترلاسه كړه. د اوكراين د پارلمان د ۴۵۰ غړو له منځه ۲۹۰ تنو يې پرون هونچاروك ته مثبتې رايې وركړې. دا ځوان سياستوال، چې وړاندې يې د اوكراين په ولسمشرۍ ماڼۍ كې كار كاوه، د ولسمشر وولوديمير زېلېنسكي لخوا د صدارت چوكۍ ته كانديد او پارلمان ته ور وپېژندل شو. هونچاروك، چې ډېر كار يې د قضا په برخه كې كړى، ژمنه كړې، چې د اوكراين اقتصاد ته به زياته پاملرنه وكړي.





































