یوې ډلې هکرانو ویلي، د ټوېټر د یوه بنسټګر او اجراییوي مشر جک ډورسي اکونټ یې هک کړی دی. د ټوېټر ویاند ویلي دغه شرکت ددې پېښې د لاملونو په اړه په څېړنه بوخت دی. د ډورسي ټوېټر اکونټ تر ۴ میلیون ډېر فالوورز لري چې هکرانو یې په کنټرولولو سره ۱۵ دقیقې سپکوونکي او توکمپال پیغامونه خپاره کړي دي. د هکرانو دې ډلې وړاندې هم پر ټوېټر د ځینو مشهورو کسانو پر اګونټونو د برید مسؤولیت منلی و. تر اوسه روښانه نه ده چې هکرانو څه ډول د ډورسي ټوېټر اکونټ ته لاره موندلې ده. ټوېټر په نړۍ کې د پیغام استولو تر ټولو ستره ټولنیزه شبکه ده چې تر ډېره د نړۍ ستر او مشهور سیاستوال پکې اکونټونه لري.





































