اروپايي اتحادیې ویلي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ساتنې لپاره به هڅې جاري وساتي. خو تر هغه ور وړاندې که څه ور زیاتېدلی شي، دوی یې هرکلی کوي. د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني وایي، چې په بشپړ ډول د موافقې د خوندي ساتلو لپاره هڅو ته به لومړیتوب ورکوي. د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په فنلنډ کې غونډه وکړه. د هغوی د بحث یوه اساسي موضوع دا وه چې له ایران سره کړې موافقه په څه ډول خوندي پاتې کېدلی شي. امریکا له دې تړون څخه تر وتلو وروسته پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه له سره ولګول چې د ایران اقتصاد یې تر ډېره زیانمن کړی او له ایران څخه غواړي چې په بشپړ ډول خپل اټمي فعالیت بند کړي.





































