د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هند ته په مشروط ډول د مذاکراتو وړاندیز کوي. نوموړی وايي، پاکستان پر دوه اړخیزو خبرو هېڅ اعتراض نه لري او د دریمګړي لوري د مرستې یا منځګړیتوب هرکلی کوي. قریشي وايي، پاکستان هېڅکله له خبرو انکار نه دی کړی، خو په وینا یې د هند لور ته د خبرو یا مذاکرې هېڅ چاپیریال نه لیدل کېږي. دده په خبره که د هند تر کنټرول لاندې ګرځبندیز پای ته ورسېږي، خلکو ته حقونه ورکړل شي، ټول بندي کشمیري مشران خوشي شي، نو په دې صورت کې د خبرو امکان پیدا کېږي. قریشي وايي، پاکستان هېڅکله د جګړې پر انتخاب غور نه دی کړی، بلکې تل یې له هندي لوري غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د کشمیر د خلکو حقوق ورکړي.





































