د امریکا په تکزاس کې یوه وسله وال پر خلکو ډزې کړې او ۲۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې بریدګر په موټر کې سپور و او شاوخوا ته پر روانو خلکو یې ډزې کولې. د تکزاس ایالت پولیس وايي پېښه تر څېړنې لاندې ده. ددوی په وینا بریدګر سپین پوستی دی او ښایي د ۳۵ کلونو په شاوخوا کې عمر ولري. ددوی په خبره تر اوسه د برید اصلي علت نه دی روښانه شوی خو په پېښه کې پنځه کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دغه پېښه غبرګون ښودلی او په وینا یې چارواکو ته یې د پېښې د جدي څېړنې سپارښتنه کړې ده.





































