د سوریې په شمال لویدیځ کې د اوربند له پيله چې روسیې یې اعلان کړی و، څو ساعته نه و تېر شوي چې د امریکايي ځواکونو یوه برید ګڼ شمېر کسان ووژل شول. د امریکا دفاع وزارت ویلي، په دې برید کې د القاعده ډلې اړوند یو مرکز په نښه کړل شوی دی. خو لا نه ده معلومه چې دا برید الوتکې کړی او که له کومې لېرې سیمې په توغندي شوی دی. پنټاګون ویلي، دغې ډلې امریکایي وګړي، د امریکا متحدین او ملکي وګړي په نښه کول. په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو سازمان وايي، په دې برید کې د حراس الدین، انصار التوحید او له دوی سره د متحدو ډلو لږ تر لږه ۴۰ مشران وژل شوي دي. دا مشران ادلب ښار ته څېرمه د وسله والو ډلو په یوه روزن ځای کې راټول شوي وو.





































