ایران وایي له امریکا سره به یې د دوه اړخیزو خبرو د غوښتنې په مقابل کې ځواب (نه) وي. د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی له امریکا سره خبرو ته نه حاضرېږي او له خپلو حقوقو دفاع ته تیار دي. دده په وینا تر هغه چې امریکا بندیزونه لرې کړي نه وي او له ایران سره شته اټومي هوکړې ته یې درناوی نه وي کړی د خبرو هر ډول غوښتنه ردوي. دده په خبره امریکا اقتصادي ترهګري کوي او پر ایران یې غیر قانوني بندیزونه لګولي دي. تر دې وړاندې هم د ایران ولسمشر ویلي وو، تر هغه به له امریکا سره خبرو ته حاضر نه شي چې واشنګټن پر تهران خپل بندیزونه لرې کړي نه وي. امریکا بیا وايي که ایران غواړي چې اوسنۍ ستونزې حل شي نو له امریکا سره دې خبرو ته کېني او که داسې و نه کړي نو له لا ډېرو بندیزونو سره به مخ شي.





































