راپورونه وايي، د امریکا د کالیفورنیا په ساحلي اوبو کې په یوه بېړۍ کې له اور لګېدو وروسته ۲۵ مړي موندل شوي دي.
امریکایي رسنیو د دغه هېواد د ساحلي ګارد له قوله ویلي، په دې پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي، نهه نادرکه دي او د بېړۍ پنځه کارکوونکي ژوندي ژغورل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې بېړۍ کې اور هغه وخت پیل شو چې د سانتا کروز ټاپو په ۱۴۵ کیلومترۍ کې درېدلې وه.
امریکایي رسنیو ویلي، دا چې دا ډوبه شوې بېړۍ یوه سوداګریزه وه، خو د اور لګېدنې لامل یې تر دې مهاله نه دی معلوم شوی.
د امریکا د ساحلي ګارد یوه لوړپوړي چارواکي شریف بېل براون په یوه خبري غونډه کې ویلي، کله چې په بېړۍ کې اور ولګېد، ۳۹ کسان پکې سپاره وو.
نوموړي ویلي: «ساحلي ګارد د دوشنبې په ۱۰نیمو بجو د مرستو یو غږ اورېدلی چې ویلي یې دي، دغه کښتۍ د اور په لمبو کې ډوبه شوې. هغه مهال راپورونه دا وو چې ځینې سپرلۍ ښايي هلته لاندې شوې وي».
نوموړي دغه راز زیاته کړې، هغه کسان چې ژرغورل شوي، د بېړۍ په کابین کې ویده وو چې په چټکۍ یې ځانونه د ژغورنې تر ډلو پورې رسولي وو.
بلخوا د دغه هېواد ژغورونکو ډلو ویلي چې دغو کسانو یادې سیمې ته د دوی له رسېدو مخکې ځانونه اوبو ته اچولي وو او د ژغورونکو ډلو په رسېدو سره له مرګ څخه ساتل شوي دي.
په ورته وخت کې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس او سي بي اېس نیوز د ساحلي ګارد د چارواکو په حواله ويلي، چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي دي.
بلخوا له مرستندویه او ژغورونکو ډلو څخه یوه کس نیویارک ټایمز ته ویلي چې کله موږ راغلو، بېړۍ په لمبو کې ورکه وه.
هغه زیاته کړې: «ما ولیدل چې د کښتۍ د کړکیو له څنګه اورونه راوتل، هرې څو شېبې وروسته په کښتۍ کې چاودنې کېدې دا یو داسې وحشتناک حالت و، چې سړی ځان ورته نه شي چمتو کولی».





































