دا توپان ډوریان نومېږي او د بهاما په ټاپوګانو کې روان دی. د بهاما چارواکي وایي په پېښه کې تر دې دمه ۵ کسه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. د سرچینې په خبره توپان خورا شدید دی او خلکو ته سپارښتنه شوې چې له خپلو کورونو و نه وځي. بل پلو دغه توپان د فلوریډا او شمالي کارولینا د ایالتونو پر لور روان دی او دغه سیمې یې هم له ګواښ سره مخ کړې دي. امریکايي چارواکي وایي د توپان تر رسېدو به خپله تیاري ونیسي. توپان په بهاما ټاپوګانو کې برېښنا پرې کړې ده، ونې یې چپه کړې دي، ځینې کورونه یې نړولي او ترافیکي جریانونه یې له سترو خنډونو سره مخ کړي دي. حکومتي کسان په ځينو برخو کې د خلکو په ژغورنه لګیا دي.





































