د امریکا د خزانې وزارت وایي د ایران فضايي سازمان ددغه هېواد د حکومت لپاره توغندي او همدا راز د اټومي وسلو د لېږد وسایل جوړوي نو ځکه یې بندیزونه ورباندې وضع کړي دي. امریکا دغه راز د ایران د فضايي تحقیقاتو پر مرکز او د فضا او هوا پر تحقیقاتي موسسه هم بندیزونه لګولي دي. امریکا وايي دغه ادارې دایران د ورانکاره فعالیتونو په چوپړ کې وې نو ځکه دوی ورباندې بندیزونه لګولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په ایران کې د یادو مرکزونو کړنې د امنیت شورا له اصولو سرغړونه وه نو ځکه یې بندیزونه ورباندې وضع کړي دي. امریکا د لا ډېرو بندیزونو د لګولو خبرداری هم ورکړی دی.





































