د امریکا په الاباما ایالت کې یوه ۱۴ کلن هلک منلې چې د خپل پلار په وسله یې میره، درې خوندې او ورور وژلی دی. پولیسو د کم عمر له امله د هغه نوم نه دی خپور کړی او وايي، لا هم د وژلو انګېزه نه ده روښانه شوې. په وژل شویو کې درې کسانو سملاسي وژل شوي او دوه نورو په روغتون کې ساه ورکړې ده. امریکا کې په وسله وژل اوس د ورځې دود ګرځېدلی او د دې وژنو مالومات ټولوونکې اداره وايي، چې تېرو اتو میاشتو کې درې سوه کسان دغه هېواد کې وژل شوي دي. په امریکا کې په تېر یوه کال کې زرګونه کسانو د وسلو د پلور او پېر د مخنیوي په موخه لاریونونه وکړل خو تر دې دمه یې ګټه نه ده کړې.





































