کوټه کې پر پاکستاني پولیسو ځانمرګي بریدونه شوي، خو چا ته یې زیان نه دی اړولی. د رسنیو د راپورونو له مخې د کوټې ښار په مربوطاتو کې دوه ځانمرګو له پولیسو سره نښته کړې ده، چې وروسته یې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی. په سیمه کې څلور نور بریدګر هم له پولیسو سره نښتي دي، چې په جګړه کې وژل شوي. د کوټې د پولیسو چارواکو ویلي دغه کسانو د پراخ برید پلان درلود خو موخې ته تر رسېدو مخکې یې له پولیسو سره نښته کړې ده او وژل شوي دي. ددغه پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه ی منلی.





































