ایران وایي که مخکې له مخکې پنځلس میلیارده ډالر ورکړل شي نو تیار دي، چې د اټومي مسایلو په اړه له اروپايي هېوادونو سره خبرې وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي چې فرانسې ته تللی و وايي، له فرانسوي چارواکو سره یې په خبرو کې ویلي، چې ایران ته دې د تېلو د پلور اجازه ورکړل شي او یا دې مخکې له مخکې د پنځلسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د ایران تېل د اروپايي هېوادونو له لوري وپېرل شي. دده په وینا ایران باید په راتلونکو څلورو میاشتو کې پنځلس میلیارده ډالر تر لاسه کړي او تر هغه وروسته به په بشپړه توګه اټومي تړون مراعات کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، خبرې تر دې دمه پایلې ته نه دي رسېدلې خو په اړه یې بحثونه روان دي.





































