د راپورونو له مخې د فرانسې د خزانې وزیر د ایران په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی و او ددغه هېواد د تېلو د پلور په اړه یې له امریکایي چارواکو سره خبرې کړې دي. فرانسې ویلي خبرې یې رغنده وې او ښایي په نږدې وخت کې ددې اجازه واخلي چې ایران د خپلو تېلو پلور پيل کړی شي. فرانسوي رسنۍ وایي ښایي د ایران د تېلو په مشتریانو او پېرونکو کې هند، چین او جاپان شامل وي. ایران په دې وروستیو کې د فرانسې په واسطه هڅه پیل کړې چې د خپلو تېلو د پلور لپاره اجازه واخیستلی شي. امریکا د ایران د تېلو پر صادراتو بندیزونه لګولي او صادرات یې صفر ته راښکته کړي دي.





































