د کینیا پولیس وایي، چې د یو بس د چپه کېدو په پېښه کې ۵۵ کسان مړه شوي دي. د کینیا د سره صلیب کمېټې چارواکو ویلي، چې پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې بس وښوېده او واوښت. پولیس چارواکي وایي موټر چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړی او یاده خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده. د کینیا سره صلیب چارواکي بیا څرګندوي، چې دا ټکر د پلازمینې نیروبي شمال ته په نږدې ۲۰۰ کیلومټري کې شوی دی.