د روسیې د تحقیقاتي کمېټې څانګه وایي، چې د یاد هېواد یوه لوړپوړې څېړونکې چې د اقتصادي جرایمو او اداري فساد قضیې پر مخ وړې، د مسکو په سیمه کې په ډزو وژل شوې ده. د یادې کمېټې په وینا، ډګروال یوګینیا شیشکینا پرون په ارخانګیلسوکیوي ښار کې د پارلمان مخې ته په غاړه کې په ډزو ویشتل شوې. د سرچینې په وینا، میرمن شیشکینا وړاندې تر دې ګواښل شوې او څو میاشتې مخکې یې موټر ته اور ورته شوی وو. د روسیې د تحقیقاتي کمیټې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې کمېټې رییس الکساندر راستریکین د شیشکینا د وژلو د قضیې څېړنه په خپله غاړه اخېستي ده.