د رسنیو د خبر له مخې، د چين د منځنيو او کوچنيو تصديو پنځلسم نړيوال نندارتون پرون په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو چې د ۳۹ هېوادونو او سيمو ۶۶۸ بهرنيو تصديو او ۲۳۵۱ کورنيو تصديو په کې ګډون کړی دی. دغه نندارتون د ځيرکتيا، هوښيارتيا او د انرژيو سپمولو تر مضمون لاندې تر سره کيږي چې د بهرنيو او کورنيو توليداتو د نندارې دوې سيمې جوړې شوې او د ځيرکو ماشينونو، د منسوجاتو او جامو، د زړو کسانو د پالنې او روغتيا په اړه د توليداتو، د ځانګړو خوراکونو، د ورځني مصرفېدونکو توکو په شمول اته ډوله توليدات پکې ښودل کيږي. په نندارتون کې به د برخوالو سوداګرو تر منځ د پل جوړولو لپاره د مختلفو ټولنو له مخې فعاليتونه تر سره شي تر څو په نندارتون کې برخوالو تصديو ته د سوداګريزو معاملو اسانتياوې برابرې شي.