د افغانستان د کرکېټ بورد مشر فرهان یوسفزی وايي دوی له خپلې ژمنې سره سم په کرکېټ بورډ کې اړین اصلاحات راوستي دي. دده په خبره اوس غواړي په افغانستان کې د کرکېټ لپاره مستقل تلویزیوني چینل وي چې د کرکېټ لوبې به خپروي. دغه تلویزیون به اې سي بي ټې وي نومېږي او کرکېټ ته به ځانګړی شوی وي. فرهان یوسفزی وايي چې د تلویزیون د جوړولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې دي او پاتې کارونه یې په چټکۍ مخ ته ځي.