اسراییلي ځواکونو پرون یو ځل بیا غزې تړانکې ته څېرمه اووه فلسطینیان وژلي دي. د غزې د روغتیایي سرچینو په حواله ویل کېږي، چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۴۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي. د اسراییل پوځ وایي، شاوخوا ۱۵زره سرتېرو یوه ډله مزاحمت جوړوونکي ویشتلي چې له خنډونو نه تېر شوي وو او د اسراییلي ځواکونو پر یوه پوسته یې برید وکړ. د فلسطیني روغتیایي سرچینو له قوله، له کله چې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه د سرحد په اوږدو کې اعتراضونه پیل شوي، د غزې شاوخوا ۲۰۰اوسېدونکي وژل شوي دي. اسراییل حماس ډله د اعتراضونو په تنظیم تورنوي خو حماس یاد تورونه ردوي او وایي، دوی په دې اعتراضونو کې لاس نه لري.