د سولې شورا یو شمېر غړي وایي، په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه به مثبتې پایلې ولري. د سولې په تړاو د مسکو د ناستې د ترسره کېدو په اړه د روسي چارواکو له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي وایي، د دغه کنفرانس جوړېدل به په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي. د یادې شورا یوه غړي قاضي محمد امین وقاد ویلي، چې د دغه کنفرانس د جوړېدو په اړه که په ټولیزه توګه د افغان حکومت نظر واخیستل شي، نو له شکه پرته چې په افغانستان کې به د سولې له راتګ سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه، چې یاده ناسته به په دې خاطر هم ګټوره تمامه شي چې دواړه لوري به سره وویني او پر ځینو موضوعاتو به له نږدې بحث او خبرې اترې وکړي. د یادونې ده، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، ښایي د روانې میاشتې تر وروستیو پورې د مسکو ناسته تر سره شي.