د پاکستان حکومت هغه قاضي له دندې ګوښه کړی چې د پاکستان استخباراتي اداره يې د جولاى مياشتې په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنه کړې وه.
د پاکستان عالي قضايي شورا، چې د قاضيانو پر ضد شکايتونه څاري، د قاضي شوکت صديقي د لرې کېدو سپارښتنه یې کړې وه.
د پاکستان د قانون وزارت په حواله، دې شورا د يوه دولتي ارګان د بدنامولو له کبله، د قاضي صديقي د لرې کېدو سپارښتنه تر يوې پټې محاکمې وروسته وکړه.
قاضي شوکت صديقي د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره یا ISI په تېرو ټاکنو کې په لاسوهنې تورنه کړې وه.
دا هغه تور دى چې د عمران خان مخالفانو هم لګولی دى.
قاضي صديقي تر ټاکنو څو ورځې مخکې دغه تور ولګاوه چې د ټاکنو د مشروعيت په اړه يې شکونه ډېر کړل.
د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف ګوند هم د يادو ټاکنو د مشروعيت په اړه شکونه ښودلي وو.
صديقي ويلي، د لرې کولو پرېکړه يې غير منتظره نه وه.
تر ډېره ګومان کېږي چې د پاکستان پوځ چې د پاکستان د تاريخ په نيمايي موده کې يې پر دغه هېواد واکمني کړې، نه غوښتل چې نواز شريف بله دوره ټاکنې وګټي.
نواز شريف چې يو وخت په پاکستان کې تر ټولو محبوب سياستوال او د ملکي واکمنۍ مدافع و، د سترې محکمې له خوا د اداري فساد په تور له واکه لرې کړاى شو.
دى تر ټاکنو څو ورځې مخکې ونيول شو او دغه اقدام د دې سبب شو چې په ټاکنو کې د برياليتوب لپاره د ده د ګوند هڅې زيانمنې شي.