د هند حکومت په ممبی کې د نوموتي اسلامي مبلغ ذاکر نايک د ملکيتونو د ضبط کولو پرېکړه کړې ده.
د هندي ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د هند د ملي څېړنو ادارې پرېکړه کړې چې په ممبی ښار کې د ذاکر نايک اړوند دوه اپارتمانونه به ضبط کړي.
دغه راز ويل شوي چې يوې محکمې د هند د ملي څېړنو د ادارې په وړانديز د هغو څلورو نورو اپارتمانونو له ضبطولو سره هم هوکړه کړې چې فکر کېږي، عوايد يې ذاکر نايک ته رسېږي.
ذاکر نايک نوموتی اسلامي مبلغ دی چې د هند حکومت يې پر فعاليتونو بنديز لګولی دی. هغه د سولې په نوم يو ټلوېزيوني چينل هم لري چې د ذاکر نايک ويناوې خپروي.
نايک وروسته تر هغې چې په هند کې يې پر فعاليتونو بنديز ولګول شو، ماليزيا ته ولاړ. د هند د ملي څېړنو اداره وايي، نايک په څو بهرنيو هېوادونو کې د پناه اخيستنې وړانديزونه کړي او اوس غواړي چې په بهر کې د پناه اخيستلو د شرایطو د پوره کولو لپاره په هند کې خپل ملکيتونه وپلوري.
د هند د ملي څېړنو ادارې ويلي، د هند حکومت انټرپول ته هم وړانديز کړی چې له ماليزيا څخه د ذاکر نايک د وتلو مخه ونيسي.