پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

    م.م: افغانستان کې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو اوبو ته لاسرسی موندلی

    لوګر؛ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د غزني پوهنتون

حمیدالله حمیدي

اکتوبر 14, 2018
in پوهنتون
0 0

 د غزني پوهنتون په ۱۳۸۷ کال کې جوړ شو او اوسمهال پنځه )ښوونې او روزنې، شرعياتو، اقتصاد، ادبیاتو او کرنې( پوهنځي لري، ‎۱۵۲۶ محصلين پکې زده کړې کوي، چې له دې ډلې ۶۲۵ يې نجونې دي. د دغه پوهنتون رییس پوهندوی محمد بایر درمل وایي، دغه پوهنتون په لومړي سر کې یوازې دوه (ښوونه او روزنه او د کرنې) پوهنځي درلودل چې په هماغه کال ورته ۱۱۱ محصلین جذب شول. له دې جملې ۱۴ یې ښځینه او ۹۷ نور نارینه وو.

د درمل په خبره، په ۱۳۹۰ کال کې له دغو دوو پوهنځیو څخه لومړۍ دوره محصلین فارغ شول. په ۱۳۹۱ کال کې په دغه پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی پرانیستل شو او په ۱۳۹۲ کال کې د ادبیاتو ډیپارټمنټ له ښوونې او روزنې پوهنځي جلا او د یوه ځانګړي پوهنځي په ډول یې خپل فعالیت پیل کړ.

دغه پوهنتون ټولټال ۹۰ تنه استادان لري چې یو یې د دوکتورا، څلوېښت سلنه یې د ماسټرۍ او پاتې یې د لېسانس په کچه زده کړې لري. د پوهندوی درمل په خبره، اوسمهال د دغه پوهنتون ۳۶ تنه استادان د دوکتورا او ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دي، چې دوه تنه یې ښځینه استادانې دي.

دا چې د غزني پوهنتون د ماسټرۍ د زده کړو لپاره ټاکل شوي معیارونه نه دي پوره کړي، نو تر اوسه پورې یوازې د لېسانس په کچه محصلین فارغوي. د دغه پوهنتون رییس وایي، د ماسټرۍ معیارونه دا دي چې موږ باید په اړوندو برخو کې دوکتوران او مجهز کتابتون ولرو، چې له بده مرغه د غزني پوهنتون تر اوسه پورې دغه څه نه لري. تر اوسه پورې د ښوونې او روزنې او دغه راز د کرنې پوهنځیو شپږ دورې، د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو دوې دورې او د ادبیاتو پوهنځي بیا یوه دوره محصلین فارغ کړي دي.

د غزني پوهنتون رییس وایي، دوی تېر کال ۱۴۲۰ نوي محصلین جذب کړي دي او د یوه ځانګړي وړاندیز پر اساس به د ښځینه محصلینو په جذب کې درې سلنه زیاتوالی راولي.

د غزني پوهنتون که څه هم چې کتابتون لري، خو د رییس په وینا یې مجهز نه دی. دی وایي، د دغه پوهنتون کتابتون اوسمهال ۳۰ زره ټوکه کتابونه او په بېلابېلو برخو کې مقالې لري، خو دا چې ځای یې کوچنی او د مطالعې لپاره مناسب نه دی، نو مجهز نه شو ورته ویلی. دی وایي، په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له اړوندو چارواکو غواړي چې ورسره مرسته وکړي، څو د مطالعې او څېړنې په برخه کې د محصلینو او استادانو ستونزې حل شي.

د غزني پوهنتون تر اوسه پورې له کوم بهرني پوهنتون سره اړیکه نه لري، چې په دې برخه کې په مستقیم ډول د دغه پوهنتون د استادانو لپاره د دوکتورا او یا هم ماسټرۍ زمینه برابره کړي او یا هم ورسره په نورو برخو کې مرسته وکړي، خو د هېواد یو شمېر پوهنتونونه ورسره علمي همکاري لري. د پوهنتون رییس پوهندوی بایر وایي، اوس اوس یې د هندوستان له یوه پوهنتون سره د اړیکو هڅې پیل کړې دي، خو لا یې چارې بشپړې شوې نه دي.

د غزني پوهنتون د رییس په خبره، د پوهنتون د مشر تابه، استادانو، محصلینو او په ټوله کې د خلکو غوښتنه دا ده چې په دغه پوهنتون کې دې نور پوهنځي هم زیات شي. دا چې خپله غزنی یو لرغونی ولایت دی، نو په دغه پوهنتون کې د لرغونپوهنې پوهنځی خورا اړین دی، خو له بده مرغه چې د ودانیو له کمښت سره مخ دی. د پوهنتون رييس وايي، اوس هم د دغه پوهنتون محصلین له دې کبله په دوو وختونو کې د زده کړو لپاره راځي چې د ټولګیو له کمښت سره مخ دي، نو که یې د ودانیو ستونزه حل شي، له لوړو زده کړو وزارت څخه به د نویو پوهنځیو د منظورۍ غوښتنه هم وکړي.

د غزني پوهنتون رییس وایي، د مرکزي او ولایتونو د پوهنتونونو په پرتله د غزني پوهنتون اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دی. دی وایي، د دغه پوهنتون ستونزې په دوو (پراختیایي او علمي) برخو وېشلی شو. د ښاغلي درمل په خبره، د غزني پوهنتون ۵۲۵ جرېبه ځمکه لري چې لا هم سمه همواره شوې نه ده او غونډۍ غونډۍ خاورې پکې پرتې دي. ښاغلی درمل وایي، له بده مرغه په ولسي او مشرانو جرګه کې هم د غزني استازي، د دغه پوهنتون ستونزې له دولت او اړوندو چارواکو سره نه شریکوي. دی وایي، تېر کال او سږ کال په دغه پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت، مالیې وزارت او اقتصاد وزارت له خوا یوه پروژه هم نه ده پیل شوې او نه هم په دې برخه کې تر اوسه چا ورسره ژمنه کړې ده. د ودانیو، د اوبو شبکې، برېښنا، انټرنېټ، کتابتون، لیلیې، ‌ډوډۍ خوړلو، شنې ساحې، ورزشي لوبغالي او ګڼو نورو اړینو ودانیو نه شتون هغه ستونزې دي، چې دغه پوهنتون اوس ورسره لاس او ګرېوان دی. دغه راز په علمي برخه کې هم یاد پوهنتون له ستونزو سره مخ دی. د غزني پوهنتون رییس وایي، په هغه کچه استادان چې د غزني پوهنتون یې باید ولري، نه دي ورته استول شوي او تر ډېره د استادانو مقرري هم له مرکز څخه کېږي چې د مور او میرې چلند پکې کېږي. ښاغلی درمل له لوړو زده کړو وزارت، بهرنیو موسسو او په ټوله کې له افغان دولت څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي، څو غزني هم یو په معیارونو برابر پوهنتون ولري.

د یادولو وړ ده چې غزني پوهنتون هم د نورو پوهنتونونو په څېر یوه وېبپاڼه لري، خو له بده مرغه د دې پرځای چې د پوهنتون د پېژندګلوۍ، د پوهنځیو د پېژندګلوۍ او یا هم په نورو اړینو برخو کې اړوند معلومات خپاره شوي وای، پر ځای یې یوازې یو یو انځور لیدل کېږي او بس. که څه هم چې د یاد پوهنتون ډېری ستونزې به په لوړو زده کړو وزارت پورې اړوندېږي، خو اداري کارونه په ځانګړې توګه د وېبپاڼې چلول خپله د دغه پوهنتون د مطبوعاتي څانګې مسوولیت دی، چې په سمه توګه نه دی تر سره شوی. که د پوهنتون وېبپاڼې ته سر ور ښکاره شي، نو یوازې چوکاټ یې لیدل کېږی او د معلوماتو څرک پکې نه ښکاري.

Share84Tweet16Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

اپریل 23, 2026

د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان سوداګري ۳۹ سلنه زیاته شوې ده

اپریل 23, 2026

اذربایجان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

اپریل 23, 2026

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In