د راپورونو له مخې د اندونیزیا په یوه جزیره کې سیلاب راوتلی دی او د ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون یې ۲۷ کسه وژلي دي. د اندونیزیا د بېړنیو پېښو چارواکو ویلي چې سیلاب په ناڅاپي توګه راوتلی دی او پر یوه ښوونځی ورغلی چې له امله یې ددغه ښوونځي زده کوونکو او څو نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ددوی په وینا په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې طبیعي پېښې ډېرې شوې دي چې له امله یې ګڼو اندونیزیایانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. څو اونۍ وړاندې هم په دغه هېواد کې یوې قوي زلزلې زرګونه ودانۍ و نړولې او تر ۲۰۰۰ زره پورې کسان یې ووژل.