د طالب وسله والو سرچینو الجزیرې انګلیسي ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد دا منلې ده، چې د مذاکراتو په لړ کې به د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه هم مذاکرات کوي. دغه طالب سرچینو د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې په دغه غونډه کې په عمومي توګه پر ډېرو مسایلو خبرې شوې دي، خو پر جزیاتو بحثونه نه دي شوي. سرچینې زیاته کړې امریکا او طالب چارواکو پرېکړه کړې چې د خبرو لړۍ به جاري ساتي او په دوام کې به یې پر ټولو مسایلو جدي خبرې کوي. په قطر کې د طالبانو ددفتر دغه سرچینې الجزیرې ته ویلي چې د طالبانو استازو هم د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی او له امریکا یې غوښتي چې د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه فکر وکړي او په دې توګه د سولې نورو خبرو ته زمینه برابره کړي. زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغان سولې لپاره استازی ګومارل شوی دی. هغه په همدې موخه لس ورځنی سفر پیل کړی، چې وروستۍ لیدنه یې له طالبانو سره ترسره شوې ده. خلیلزاد ویلي خپله ټوله هڅه به وکړي، څو افغانستان ته سوله راولي او جګړې پای ته ورسېږي.