د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني سکرتر جنرال د پنځه کلونو لپاره بندیزونه لګولي. دې ادارې پر علي رضا اقازاده وروسته له هغه بندیز لګولی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له هغه د جنسي ځورونو شکایتونو کړي. فیفا په یوه اعلامیه کې ویلي، اقازاده یې تر پنځه کلونو د فوټبال په هر ډول فعالیت کې له برخې اخېستو محروم کړی دی. د فوټبال نړیوال فدراسیون د روان میلادي کال په جون میاشت کې د فوټبال د فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم هم د جنسي ځورونو په تور پړ وباله، د فوټبال لوبې په برخه کې یې له فعالیته د تل لپاره محروم کړ او شاوخوا یو میلیون ډالره جریمه شو.